د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د  شمال زون له حکومتي چارواکو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې

WhatsApp Image 2025-01-14 at 15.23.48_a7dfcce9.jpg

25 جدی 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري د جوزجان، سمنګان او فاریاب ولایتونو له ځينو چارواکو سره خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه جلا ناستې ترسره شوې.


په دغو ناستو کې د جوزجان د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي سیف الدین معتصم، د فاریاب د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي شمس الدين محمدي، د سمنګان د ټولګټو چارو رييس مولوي محمد رحمن محمدي، په شمال زون کې د کمېټې استازي عبدالطيف سهاک، د سمنګان د اطلاعاتو او کولتور رياست د اطلاعاتو امر اسدالله عطايي، په فاریاب کې د کمېټې استازي ازاد بیګ رسولي او په سمنګان کې د کمېټې استازي فضل الرحمن ساعي برخه اخېستې وه.


په يادو غونډو کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، په دغه زون کې د سیمه ييزو رسنيو د اقتصادي ستونزو، د اطلاعاتو لاسرسي برخه کې د اسانتياو ډېروالي او د خبریالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې وشوې


په دغو ولايتونو کې حکومتي چارواکو د رسنيو او خبریالانو څخه د ملاتړ ترڅنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري وکړي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.