د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو له ځينو چارواکو سره خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه جلا ناستې ترسره شوې.
په دغو ناسو کې د خوست د اطلاعاتو او کولتور رییس شاه حسین، د پکتیکا د حوادثو رییس قاري عبدالهادي، د لوګر د مخابراتو رییس مولوي مطیع الله عابد، د لوګر د اترا مسوول منیر احمد عزیزي، په سویل ختیځ زون کې د کمېټې استازي فاروق جان منګل، د پکتیا د پوهنې ریاست ویاند عبدالوکیل، په پکتیکا کې د کمېټې استازی خیر الدین ذکي، پکتیا کې د کمېټې استازی ساحل منګل او لوګر کې د کمېټې استازي خان ولي احمدزي برخه اخېستې وه.
په يادو غونډو کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، په دغه زون کې د سیمه ييزو رسنيو د اقتصادي ستونزو، د اطلاعاتو لاسرسي برخه کې د اسانتياو ډېروالي او د خبریالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې وشوې
په دغو ولايتونو کې حکومتي چارواکو د رسنيو او خبریالانو څخه د ملاتړ ترڅنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري وکړي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.



