افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په تېره یوه میاشت کې په ۲۱ ولایتونو کې د رسنیو له مسوولینو سره د رسنیو پر وړاندې په شته ننګونو او فرصتونو ناستې وکړې

c.jpg

23 دلو 1403

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په تېره یوه میاشت کې په ننګرهار، کندز، بلخ، غزني، کونړ، پنجشیر، فراه، غور، تخار، بغلان، لغمان، نورستان، بدخشان، پروان، جوزجان، ارزگان، سرپل، سمنگان، دایکندی، بامیان او نیمروز ولایتونو کې د ۳۳ رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره بېلې بېلې ناستې وکړې او د رسنیو او رسنیز کار پر وړاندې په پرتو ستونزو او فرصتونو خبرې اترې وکړې.


په دې ناستو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازو، د بغلان اطلاعات او فرهنګ رئیس، د دایکندي، بغلان او نورستان ولایتونو د ملي تلویزیون آمرینو، د یولس او شهروند تلویزیون مسوولینو، د کشم غږ، پروان غږ، ښکلا، بدلون، ارمان، دل ها، ترکمن، مهران، تړون، همصدا، پیمان، سوله ارمان، زیار، ارغوان، نورستان غږ، کچکن، روشني، کندوز، منار، سپین غږ، رستم نوین، کلید، نسیم، خوشحال، تعلیم الاسلام، فریاد، دنیا نو او غور غږ راډیو مسوولینو ګډون درلود.


په ناستو کې د رسنیو د کار پر وړاندې په پرتو ننګونو او فرصتونو، په ټرانسمیټرنو کې د فلټرونو په لګېدو، اطلاعاتو ته په لاسرسي او د رسنیز کار د ښه والي په برخه کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په فعالیتونو خبرې اترې وشوې.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو د ستونزو د هوارې او خبریالانو ته د خوندي چاپېریال د رامنځ ته کولو په برخه کې په دوامداره توګه هڅې کوي.