د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د غزني، کندز، بامیان، دایکندي، کاپيسا، غور، زابل، نورستان او کونړ ولايتونو کې د رسنيو او خبریالانو د ستونزو د حل په موخه د اطلاعاتو او کولتور رياستونو له مسوولینو سره د عدالت غوښتنې غونډې وکړې.
په دغو ناستو کې، د غزني د اطلاعاتو او کولتور رييس حمید الله نثار، د بامیان د اطلاعاتو او کولتور رييس سيد مصطفی صالح، د کاپيسا د اطلاعاتو او کولتور رييس مولي کریم الله وثیق، د دایکندي د اطلاعاتو او کولتور رييس قاري اغا ولي قريشي، د غور د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي عبدالحی زغیم، د زابل د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي رحمت الله حماد، د نورستان د اطلاعاتو او کولتور ریاست سرپرست فضل حق خالقیار، د کونړ د اطلاعاتو او کولتور ریاست مرستیال مولوي شاه محمد ذوالفقار، د کندز د اطلاعاتو او کولتور رياست د اطلاعاتو امر بریالی همنوا، ختيځ، شمال ختيځ او مرکز زونونو ولايتي استازو ګډون کړی وو.
په دغو ناستو کې د خبریالانو او رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د رسنيو د جوازونو د تمدید، د برېښنا د لګښتونو لوړوالي، د رسنيو اقتصادي او نشراتي ستونزو او د خبريالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې اترې وشوې.
چارواکو په دغو ناستو کې ژمنه وکړه چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري کوي او تر دې وروسته به دولتي ادارې خبریالانو ته د پر وخت اطلاعاتو لاسرسي برخه کې زمينه سازي کوي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.





