د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د  سویل زون له حکومتي چارواکو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې

c.jpg

25 دلو 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري د کندهار، زابل، هلمند او ارزګان ولایتونو له ځينو چارواکو سره خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه جلا ناستې ترسره شوې.


په دغو ناستو کې د کندهار د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي انعام الله سمنګاني، د ارزګان د اطلاعاتو او کولتور رييس رحمت الله ریحان، د زابل مستوفي مولوي ګل احمد حنفي، د ارزګان د امربالمعروف او نهی عن المنکر رييس مولوي عبدالحی، د هلمند ولايت د سنګین ولسوال عبدالمتین حاجي لالا، د ترینکوټ ښاروال عبدالرشید هدایت الله، د هلمند ولایت د مقام وياند مولوي محمد قاسم رياض، د کندهار د استخباراتو مطبوعاتي مسول مولوي اصف اغا، د ارزګان د استخباراتو مطبوعاتي مسوول عي محمد دروېش، د هلمند د پوليسو وياند عزت الله حقاني، د زابل مستوفیت د عوایدو امر مولوي محمد خان، د جنوب زون ولايتي مسوول او په دغو ولايتو کې د کمېټې استازو او يو شمېر رسنيو خبریالانو برخه اخېستې وه.


په يادو غونډو کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، په دغه زون کې د سیمه ييزو رسنيو د اقتصادي ستونزو، د اطلاعاتو لاسرسي برخه کې د اسانتياو ډېروالي او د خبریالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې وشوې


په دغو ولايتونو کې حکومتي چارواکو د رسنيو او خبریالانو څخه د ملاتړ ترڅنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري وکړي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.