د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د  شمال زون له حکومتي چارواکو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې

c.jpg

30 دلو 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري تېره یوه میاشت د بلخ، جوزجان، سمنګان او فاریاب ولایتونو له چارواکو سره خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه جلا ناستې ترسره شوې.


په دغو ناستو کې د جوزجان د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي سیف الدین معتصم، د سمنګان د پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس مولوي احسان الله احسان، د فاریاب د پوهنې رييس مولوي محمد طاهر جواد،د سرپل د شهیدانو او معلولینو رييس مولوي سیف الرحمن ابو طلحه، د جوزجان پوهنتون رييس مفتي انورالحق حبیبي، د جوزجان د کډوالو چارو رييس مولوي سيف الدین جهادي، په جوزجان کې د اترا ادارې مسوول جعفر صادقي، د سمنګان د عدلیې ریاست سرپرست عتیق الله بریالی، د سرپل والي مولوي حبیب الله مسرور، د سمنګان د پوليسو وياند حافظ نقیب الله علمیار، د بلخ د اطلاعاتو او کولتور ریاست د اطلاعاتو امر سلطان محمد توخي او د کمېټې د زون مسوول او ولایتي استازي برخه اخېستې وه.


په يادو غونډو کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، په دغه زون کې د سیمه ييزو رسنيو د اقتصادي ستونزو، د اطلاعاتو لاسرسي برخه کې د اسانتياو ډېروالي او د خبریالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې وشوې


په دغو ولايتونو کې حکومتي چارواکو د رسنيو او خبریالانو څخه د ملاتړ ترڅنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري وکړي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.