افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په ختیځ زون کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د پرتو ستونزو د له منځه وړلو په موخه په تېره یوه میاشت کې د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو له مسوولینو سره بېلابېلې ناستې ترسره کړې.
په دې ناستو کې د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني، د لغمان مرستیال والي مولوي اختر محمد مزمل، د کونړ د اطلاعات او فرهنګ رئیس مولوي نجیب الله حنیف، د لغمان د اطلاعات او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي، د لغمان د علماو شورا رئیس شیح محمد سلیم حقاني، د ننګرهار د برېښنا شرکت سلاکار قاضي بلال، د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق الله قریشي، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زون مسوول او ولایتي استازو او د سیمه ییزو رسنیو مسوولینو او خبریالانو ګډون درلود.
په دې ناستو کې په یاد ولایتونو کې د خبریالانو او رسنیو په ستونزو، د برېښنا لګښتونو په کموالي، د ویاندویانو په ګمارنه، اطلاعاتو ته د خبریالانو په لا ښه لاسرسي او د خبریالانو په خوندیتوب خبرې اترې وشوې.
د یادو ولایتونو حکومتي مسوولینو د دې ترڅنګ چې د رسنیو د ملاتړ ډاډ څرګند کړ، ډاډ یې ورکړ چې د رسنیو پر وړاندې پرتې ستونزې به حل کړي.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو د ستونزو د هوارې او خبریالانو ته د خوندي چاپېریال د رامنځ ته کولو په برخه کې په دوامداره توګه هڅې کوي.




