د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري په غور، نیمروز او فراه ولایتونو له چارواکو سره خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه جلا ناستې ترسره شوې.
په دغو ناستو کې د غور د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي عبدالحی زعیم، د فراه د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي عبدالحی سباوون، د نیمروز د صنعت او سوداګرۍ ريیس مولوي محمد فاضل فضلي، د نیمروز د بهرنيو چارو رييس مولوي یار محمد حقیار، د غور د کډوالو چارو رييس میر احمد مصمم او د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولايتي استازو برخه اخېستې وه.
په يادو غونډو کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، په دغه زون کې د سیمه ييزو رسنيو د اقتصادي ستونزو، د اطلاعاتو لاسرسي برخه کې د اسانتياو ډېروالي او د خبریالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې وشوې
په دغو ولايتونو کې حکومتي چارواکو د رسنيو او خبریالانو څخه د ملاتړ ترڅنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري وکړي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.




