د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري د خبریالانو د ستونزو د حل په موخه د ننګرهار، لغمان، کونړ او پنجشېر ولایتونو د اطلاعاتو او کولتور له ریاستونو سره د عدالت غوښتنې غونډې وشوې.
په دغو ناستو کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور ريیس قاري احسان الله ساجد، د لغمان د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي عبدالنور رسولي، د کونړ د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي نجیب الله حنيف او د پنجشېر د اطلاعاتو او کولتور رياست د ځوانانو امر عبدالمطلب اميري او د کمېټې ولايتي استازو برخه اخېستې وه.
په يادو غونډو کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، په دغه زون کې د سیمه ييزو رسنيو د اقتصادي ستونزو، د اطلاعاتو لاسرسي برخه کې د اسانتياو ډېروالي، د رسنيو په ټرانسمیټرونو کې د فیلټر د نصبولو او د خبریالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې وشوې
په دغو ولايتونو کې حکومتي چارواکو د رسنيو او خبریالانو څخه د ملاتړ ترڅنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري وکړي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.



