د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري د خبریالانو د ستونزو د حل په موخه د بلخ، نیمروز، بغلان، تخار او پنجشېر ولایتونو د اطلاعاتو او کولتور له ریاستونو سره د عدالت غوښتنې غونډې وشوې.
په دغو ناستو کې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس حضور محمود الله ضرار، د بغلان د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي، د نیمروز د اطلاعاتو او کولتور رييس مفتي حبیب الله الهام، د تخار د اطلاعاتو او کولتور رييس ذبیح الله انصاري، په شمال زون کې د کمېټې استازي عبدالطیف سهاک، پنجشېر د اطلاعاتو او کولتور رياست د اطلاعاتو آمر احمد ضيا یزداني او د کمېټې ولايتي استازو برخه اخېستې وه.
په يادو غونډو کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، په دغو ولايټونو کې د سیمه ييزو رسنيو د اقتصادي ستونزو، د اطلاعاتو لاسرسي برخه کې د اسانتياو ډېروالي، د رسنيو د کاري جوازونو تمدید، د برېښنا بلونو د لګښت لوړوالي او د رسنيو د اقتصادي ستونزو په تړاو خبرې وشوې.
په دغو ولايتونو کې حکومتي چارواکو د رسنيو او خبریالانو څخه د ملاتړ ترڅنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري وکړي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.



