د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د ۱۵ ولايتونو له حکومتي چارواکو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې

1.jpg

5 حمل 1404

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، په کندز، کاپيسا، نورستان، سرپل، فاریاب، سمنګان، نیمروز، غور، بدخشان، زابل، هلمند، لغمان، پنجشیر، تخار او دایکندي ولايټونو کې له حکومتي چارواکو سره د خبریالانو د ستونزو د حل په تړاو ناستې وکړې.


په دغو ناستو کې، د د سرپل امنيه قوماندان، د کاپيسا د استخباراتو رييس، د نورستان د استخباراتو ریاست مرستيال، د ننګرهار، هلمند، بامیان او بدخشان ولايتونو د امر بالمعروف او نعی عن المنکر ریاست چارواکو، د فاریاب د کار او ټولنیزو چارو، د فاریاب د صنعت او سوداګرۍ ، په سمنګان کې د صنعت او معدنونو خونې، د نیمروز د چاپیریال ساتنې ، د کندز د اقتصاد ، د بدخشان د قومونو او قبایلو چارو ، د سمنګان د عامې روغتیا، د لغمان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاستونو مسوولینو، د تخار، زابل، دایکندي او غور ولايتونو د امنيه قوماندانۍ وياندويانو، د پنجشیر او غور ولايتونو د مقام ویاندویانو او په دغو ولايتونو کې د کمېټې استازو برخه اخېستې وه.


په يادو غونډو کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، په دغو ولايټونو کې د سیمه ييزو رسنيو د اقتصادي ستونزو، د اطلاعاتو لاسرسي برخه کې د اسانتياو ډېروالي، د رسنيو د کاري جوازونو تمدید، د برېښنا بلونو د لګښت لوړوالي او د رسنيو د اقتصادي ستونزو په تړاو خبرې وشوې.


په دغو ولايتونو کې حکومتي چارواکو د رسنيو او خبریالانو څخه د ملاتړ ترڅنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري وکړي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.