د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، د خبریالانو او رسنيو د ستونزو د حل به موخه د سرپل ولایت د والي مرستيال خال محمد حقاني او د سمنګان ولايت د والي مرستيال ملا داد خدا خادم سره ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولايتي استازو په دغو ولايتونو کې د رسنيو او خبریالانو د ټوليز وضعيت په تړاو معلومات شریک کړل او اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي او له رسنيو او خبريالانو سره د حکومتي بنسټونو د همکارۍ پر زياتوالي يې ټينګار وکړ.
حکومتي چارواکو وويل، په دغو ولايتونو کې به حکومتي ادارې له رسنيو او خبریالانو سره بشپړه همکاري کوي او د اطلاعاتو لاسرسي زمينې به پراخه کړی.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.

