د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په کندز، غزني، ننګرهار، غور، جوزجان، نیمروز، کونړ او سرپل ولايتونو کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او د ګډو کمېټو د ځواکمنتیا په موخه د حکومت او رسنيو د ګډو کمېټو غونډې وکړې.
په دغو ناستو کې، د اطلاعاتو او کولتور رياستونو مسوولینو، د يو شمېر سیمه يیزو ادارو استازو او ویاندویانو، په دغو ولايتونو کې د سیمه ييزو رسنيو مدیرانو او خبریالانو، په ختيځ، شمال ختیځ او مرکز زونونو کې د کمېټې مسوولینو او ولايتي استازو برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، اطلاعاتو ته د خبریلانو د لاسرسیي، د خبریالانو خوندیتوب، د رسنيو اقتصادي ستونزو او د حکوت او رسنيو ترمنځ د ښو کاري اړیکو رامنځته کولو باندې خبرې اترې وشوې.
په دغو ولايتونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په وړانديز د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د حال او د رسنیو او حکومت ترمنځ د ښو کاري اړيکو د رامنځته کېدو په موخه د حکومت او رسنيو ګډې کمېټې جوړې شوي دي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.







