د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مشر شمال زون ته د خپل سفر پرمهال په بلخ ولايت کې د يو شمېر ځايي رسنيو له مسوولینو او خبریالانو سره ولیدل.
په دغه ناسته کې په شمال زون کې د کمېټې استازي عبدالطیف سهاک په دغه ولايت کې د رسنيو او خبریالانو د ټوليز وضعيت په تړاو معلومات شریک کړل.
په دغه ناسته کې د خبريالانو او رسنيو د ستونزو، د معیاري کاري قراردادونو نشتوالي، د رسنيز کار د وسايلو کمښت، نا مناسب چلند، د خبریالانو د فکري مالکیت په نظر کې نه نيولو او د رسنيو د اقتصادي ستونزو په تړاو خبرې وکړې.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مشر عبدالقدیم وياړ په دغه لیدنه کې د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د بررسۍ ترڅنګ وويل چې کمېټه هڅه کوي چې د رسنيو د ستونزې حل کړي او دغه راز خبریالانو ته خوندي کاري چاپيريال رامنځته کړي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.

