د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې رئیس د جوزجان ولایت د اطلاعات او فرهنګ له رئیس سره وکتل

WhatsApp Image 2025-04-06 at 11.35.34_b9d09d41.jpg

20 حمل 1404

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې رئیس د جوزجان د اطلاعات او فرهنګ له رئیس مولوي سیف الدین معتصم سره د خبریالانو د کار پر وړاندې په پرتو ننګونو، اطلاعاتو ته په لاسرسي او د خبریالانو د خوندیتوب په اړه ناسته وکړه.


په دې ناسته کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې رئیس عبدالقدیم ویاړ اطلاعاتو ته د خبریالانو پر وخت لاسرسي ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د دې ولایت خبریالانو ته دې د لا ښه کار زمینه برابره شي.


د جوزجان ولایت د اطلاعات او فرهنګ رئیس مولوي سیف الدین معتصم د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له فعالیتونو خوښي وښوده، مننه یې وکړه او د خبریالانو او رسنیو په رول یې ټینګار وکړ. نوموړي همدا راز ډاډ ورکړ، چې په یاد ولایت کې به د خبریالانو ستونزو ته رسیدګي وکړي.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو د ستونزو د هوارې او خبریالانو ته د خوندي چاپېریال د رامنځ ته کولو په برخه کې په دوامداره توګه هڅې کوي.