د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د لغمان له والي سره ناسته وکړه

WhatsApp Image 2025-04-19 at 11.10.30_9c625555.jpg

2 ثور 1404

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، په لغمان ولايت کې د رسنيو او خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه د دغه ولايت له والي شیخ شیر احمد حقاني سره شریکې کړې.


په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې په لغمان ولايت کې د کمېټې ولايتي استازي میرویس خواخوږي په دغه ولايت کې د رسنیو او خبریالانو د ټوليز وضعيت په تړاو معلومات شریک کړل، اطلاعاتو ته د لاسرسي په تړاو يې خبرې وکړې او دغه راز يې له خبریالانو او رسنيو سره د حکومتي چارواکو په همکارۍ ټينګار وکړ.


د لغمان والي په دغه غونډه کې وويل چې په دغه ولايت کې سيمه يیز ادارې تر خپل وسه هڅه کوي چې رسنيو سره پر وخت اطلاعات شریک کړي او د خبریالانو د ستونزو حل کې همکاري وکړي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.