د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د نیمروز له والي شیخ محمد قاسم خالد سره د خبریالانو د ستونزو د حل په موخه ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې په نیمروز کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي عبدالغفار عزیزي په دغه ولايت کې د رسنيو او خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د شریکولو سربېره، په دغه ولايت کې د رسنيو د ټوليز وضعيت به تړاو خبرې وکړې او د رسنيو او خبریالانو سره يې د حکومتي ادارو پر همکارۍ ټينګار وکړ.
د نیمروز والي شيخ محمد قاسم خالد په دغه ناسته کې د رسنيو فعالیت او کار مهم یاد کړ او وويل چې سیمه يیزه اداره تل له رسنيو ملاتړ کوي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.

