د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د کونړ له امنیه قوماندان مولوي ضياء الحق حامد، د غور له امنيه قوماندان ملا نور اقا حیدر او د بامیان له امنيه قوماندان سيد محمد حنيف عباده اغا سره د خبريالانو لپاره د کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه د عدالت غوښتنې غونډې وکړې.
په دغو ناستو کې، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبريالانو خوندیتوب، خبریالانو لپاره د خوندي کاري چاپيريال رامنځته کولو او له خبریالانو سره د حکومتي چارواکو پر همکارۍ ټينګار وشو.
په دغو ناستو کې حکومتي چارواکو ل رسنيو او خبریالانو د ملاتړ ترڅنګ وويل چې له رسنيو سره به همکار وي او هڅه به وکړي چې خبريالانو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې زمينې پراخه کړي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.


