د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په غزني، نورستان، کاپيسا، کندز او بغلان ولايتونو کې کره او پر وخت اطلاعاتو ته د خبريالانو د لاسرسي په موخه د سيمه ييزو ادارو له وياندويانو سره وکتل.
په دغو ناستو کې، اطلاعاتو ته د لاسرسي پر ارزښت او د اطلاعاتو اړوند مفاهمو په تړاو خبرې وشوې او د حکومت له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي د زمينو برابرولو باندې ټينګار وشو.
د يادو لیدنو پرمهال حکومتي چارواکو ژمنه وکړه چې له رسنيو او خبریالانو سره به همکار وي او خبریالانو ته به د هغوی د اړتیا وړ اطلاعات پر وخت ورکوي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.




