د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې په ننګرهار، بلخ، کندز، سرپل، بدخشان، بغلان، بامیان، او پروان ولايتونو کې د خبريالانو د ستونزو د حل په موخه د اطلاعاتو او کلتور رياستونو له مسوولینونو سره ولیدل.
د دغو ولايتونو د اطلاعاتو او کلتور رياستونو له مسوولینو سره په دغو ناستو کې، د يو شمېر ځایي رسنيو مسوولینو او خبريالانو، په شمال، شرق، او شمال شرق زونونو کې د کمېټې مسوولینو او په يادو ولايتونو کې د کمېټې استازو برخه اخېستې وه.
په غونډو کې، د خبریالانو د ستونزو د حل، کره او پر وخت اطلاعاتو ته د خبريالانو لاسرسي، د غیر دولتي رسنيو له لوري د حکومتي پروګرامونو د خبري پوښښ، د رسنيو د اقتصادي او نشراتي ستونزو او د خبریالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې اترې وشوې.
د يادو لیدنو پرمهال حکومتي چارواکو ژمنه وکړه چې له رسنيو او خبریالانو سره به همکار وي او خبریالانو ته به د هغوی د اړتیا وړ اطلاعات پر وخت ورکوي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.