د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مشر د هرات ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس او ځايي خبریالانو سره ولیدل

c.jpg

21 ثور 1404

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې رييس د هرات ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس احمد الله متقي او په دغه ولايت کې د يو شمېر ځایي رسنیو له خبریالانو سره رسنيز فعالیت پر وړاندې د پرتو ستونزو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د خبريالانو د خوندیتوب په تړاو جلا ناستې وکړې.


د هرات د اطلاعاتو او کولتور له رييس سره په دغه ناسته کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مشر عبدالقديم وياړ اطلاعاتو ته د خبريالانو د لاسرسي پر زياتوالي ټينګار وکړ او په دغه برخه کې يې د اطلاعاتو او کولتور رياست رول مهم ياد کړ.


هغه دغه راز د هرات ولايت د ځايي رسنيو له خبریالانو سره په لیدنه کې وويل، کمېټه هڅه کوي چې د خبریالانو ستونزو ته رسېدنه وشي او هغوی ته لا ډېر خدمات ترسره شي.


په دغو ناستو کې په لویدیځ زون کې د کمېټې مسوول شميل احمد مشعل هم د کمېټې د مشر ملتیا کوله.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.