د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مشر د نیمروز ولايت له چارواکو او ځايي خبریالانو سره ولیدل

c.jpg

23 ثور 1404

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې رييس د نیمروز ولایت مرستيال والي مولوي تورجان احمدي، د اطلاعاتو او کلتور رييس مفتي حبیب الله الهام او په دغه ولايت کې د يو شمېر ځایي رسنیو له خبریالانو سره رسنيز فعالیت پر وړاندې د پرتو ستونزو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د خبريالانو د خوندیتوب په تړاو جلا ناستې وکړې.


په دغو ناستو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مشر عبدالقديم وياړ د خبریالانو د ستونزو او اطلاعاتو لاسرسي برخه کې د اسانتياوو رانځته کولو په تړاو د خبرو ترڅنګ وويل چې د خبریالانو ستونزو ته باید رسېدنه وشي او هغوی ته لا ډېر خدمات ترسره شي.


ځايي حکومتي مسوولینو هم په دغو ناستو کې د افغان خبریآلانو خوندیتوب کمېټې د فعالیتونو او هڅو قدرونه وکړه، په اوسنيو شرايطو کې يې رسنيز فعالیت ګټور ياد کړ او ژمنه يې وکړه چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې همکاري کوي.


په دغو ناستو کې په لویدیځ زون کې د کمېټې مسوول شميل احمد مشعل او په نمیروز کې د کمېټې استازي عبدالغفار عزیزي هم د کمېټې د مشر ملتیا کوله.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.