د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د رسنيو د ستونزو او فرصتونو د بررسۍ په موخه په تېره يوه میاشت کې، په ننګرهار، کندهار، کندز، غزني، کونړ، پنجشېر، تخار، بغلان، لغمان، نورستان، بدخشان، پروان، جوزجان، هلمند او زابل ولایتونو کې د ۲۴ رسنيو له مسوولینو سره ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زونونو مسوولینو، ولايتي استازو، د پنجشېر، جوزجان، بغلان او نورستان د ملي راډيو تلویزیون مسوولین، د ځلا او سیمای مهر راډيو تلویزيون او د روشني، ترکمن، غزل، ښکلا، پيغام، پارون غږ، ستا، غږ، ځلاند غږ، پيمان، صدای آمو، دنیای نوین، خوشال، زیار، همصدا، دانش روز، اتفاق نوي او څانګې راډيو مسوولینو برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو، فرصتونو، په سیمه ييز توګه د رسنيو د جواز تمدید، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د رسنيو د وضعيت د ښه والي لپاره د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د فعالیتونو او د رسنيو د اقتصادي ستونزو په تړاو خبرې وکړې.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.