د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې له لوري په ننګرهار، غزني، کندز، کاپيسا، نورستان، سرپل، فاریاب، سمنګان، نیمروز، غور، زابل، لغمان، کونړ او بغلان ولايتونو کې له ځايي چارواکو سره د رسنيو د ستونزو د حل په موخه د عدالت غوښتنې ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې، د بغلان او سرپل ښاروالانو، د کونړ او فاریاب د عامې روغتيا رييسانو، د کندز، کاپيسا او نورستان د اترا ادارې مسوولینو،د سرپل او نورستان د چاپيریال ساتنې ادارې چارواکو،د لغمان او کاپيسا د امربالمعروف او نهې عن المنکر رییسانو، د نیمروز د کډوالو او سينديزې حوزې رییسانو، د غور د احصایې رییس، د نورستان د ټولګټو چارو رييس، د ننګرهار، غزني او زابل ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امرينو، د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امر او په ولايتونو او زونونو کې د کمېټې استازو برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې، په يادو ولايتونو کې د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، د فریکونسي د فیلټر نصبولو، د وياندویانو ټاکلو، د اطلاعاتو ته د لاسرسي او د خبريالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې اترې وشوې.
په لیدنو کې د يادو ولايتونو حکومتي چارواکو له رسنيو او خبریالانو د ملاتړ تر څنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو د حل برخه کې به همکاري وکړي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.