د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې په اتو ولايتونو کې د حکومت او رسنيو د ګډو کمېټو غونډې وکړې

c.jpg

7 جوزا 1404

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې بلخ، پکتیکا، پنجشیر، فاریاب، بغلان، زابل، هلمند او ارزګان ولايتونو کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او د ګډو کمېټو د ځواکمنتیا په موخه د حکومت او رسنيو د ګډو کمېټو غونډې وکړې.


په دغو ناستو کې، د پکتیکا د والي مرستيال د اطلاعاتو او کولتور رياستونو مسوولینو، د يو شمېر سیمه يیزو ادارو استازو او ویاندویانو، په دغو ولايتونو کې د سیمه ييزو رسنيو مدیرانو او خبریالانو، په اړوندو زونونو کې د کمېټې مسوولینو او ولايتي استازو برخه اخېستې وه.


په دغو ناستو کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي، د خبریالانو خوندیتوب، د رسنيو اقتصادي  او نشراتي ستونزو، د برېښنا لوړ بېلونه، د ویاندویانو ټاکلو او د حکومت او رسنيو ترمنځ د ښو کاري اړیکو رامنځته کولو باندې خبرې اترې وشوې.


په دغو ولايتونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په وړانديز د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د حال او د رسنیو او حکومت ترمنځ د ښو کاري اړيکو د رامنځته کېدو په موخه د حکومت او رسنيو ګډې کمېټې جوړې شوي دي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.