خوندیتوب کمېټې په ۱۲ ولايتونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه د مختلفو ادارو ویاندویانو سره ولیدل

1.jpg

12 جوزا 1404

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په ننګرهار، خوست، نورستان، کاپيسا، بامیان، میدان وردک، جوزجان، هلمند، تخار، زابل، سمنګان او لغمان ولايتونو کې کره او پر وخت اطلاعاتو ته د خبريالانو د لاسرسي په موخه د سيمه ييزو ادارو له وياندويانو سره  وکتل.


په دغو ناستو کې، اطلاعاتو ته د لاسرسي پر ارزښت او د اطلاعاتو اړوند مفاهیمو په تړاو خبرې وشوې او د حکومت له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي د زمينو برابرولو باندې ټينګار وشو.


د يادو لیدنو پرمهال حکومتي چارواکو ژمنه وکړه چې له رسنيو او خبریالانو سره به همکار وي او خبریالانو ته به د هغوی د اړتیا وړ اطلاعات پر وخت ورکوي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.