خونديتوب کمېټې په ۱۳ ولایتونو کې د رسنيو له مسوولینو سره د رسنيز فعالیت او ستونزو په تړاو ناستې وکړې

c.jpg

27 جوزا 1404

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په بلخ، ننګرهار، کندهار، کندز، پکتيا، پکتيکا، کونړ، پنجشېر، تخار، لغمان، سمنګان، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د ۱۸ ځايي رسنيو له مسوولنيو او خبریالانو سره د رسنيو د وضعيت، فرصتونو او ستونزو په تړاو ناستې وکړې.


په دغو ناستو کې، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زونونو مسوولینو، ولايتي استازو، ننګرهار، لغمان او پنجشېر د ملي راډيو تلویزيون مسوولینو، د شهروند او ارزو تلویزیونونو مسوولینو او د ښکلا، حسین، غزل، مېلمه، ژوند، خاور، کندز، همصدا، ریحان، تخارستان، صدای بانو او ملت غږ راډيوګاو مسوولینو برخه اخېسېتې وه.


د دغو لیدنو پرمهال، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو او فرصتونو، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د رسنيو د وضعيت ښه والي په تړاو د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د فعالیتونو، د سیمه ييزو رسنيو د جواز د تمدید او د رسنيو د اقتصادي او نشراتي ستونزو په تړاو خبرې اترې وشوې.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.