د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې د ۱۳ ولايتونو له حکومتي چارواکو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې

c.jpg

28 جوزا 1404

د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې له لوري په ننګرهار، کندز، سرپل، فاریاب، غور، پروان، لوګر، دایکندي، بامیان، پکتیکا، پکتیا، جوزجان او بدخشان ولايتونو کې له ځايي چارواکو سره د رسنيو د ستونزو د حل په موخه د عدالت غوښتنې ناستې وکړې.


په دغو ناستو کې د بامیان امنیه قوماندان، د مېمنې ښاروال، د پکتیا د عامې روغتیا رييس، ننګرهار کې د اترا ادارې مسوول، د سرپل او بدخشان د پوهنې ريیسانو، د پکتیکا، غور او دایکندي د چاپيريال ساتنې رییسانو، د لوګر او ننګرهار د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاستونو مسوولینو، د پروان پوهنتون رییس، د غور د برښنا او ټرانسپورټ مسوولینو، د سرپل د کليو پراختيا رییس، د جوزجان د اقتصاد او قومونو او قبایلو ریاست مسوولینو او د سرپل ولایت د عملماوو شورا مرستيال او د کمېټې د زونونو او ولایتونو استازو برخه اخېستې وه.


په دغو ناستو کې، په يادو ولايتونو کې د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، د فریکونسي د فیلټر نصبولو، د برېښنا لوړ بلونو، د رسنيو نشراتي ستونزو، د وياندویانو ټاکلو، د اطلاعاتو ته د لاسرسي او د خبريالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې اترې وشوې.


په لیدنو کې د يادو ولايتونو حکومتي چارواکو له رسنيو او خبریالانو د ملاتړ تر څنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو د حل برخه کې به همکاري وکړي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.