د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، په ننګرهار، کندهار، سمنګان، لوګر، بغلان، کونړ، تخار، نورستان، پکتیا، میدان وردک، زابل، پنجشیر او فراه ولايتونو کې د خبریالانو او رسنيو د ستونزو د حل په موخه د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو سره د عدالت غوښتنې غونډې وکړې.
په دغو ناستو کې، د خبریالانو ستونزو د حل، کره او پر وخت اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي، د رسنيو د کاري جوازونو د تمدید، د برېښنا لوړ لګښتونو، د رسنيو د اقتصادي او نشراتي ستونزو او د خبریالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې وشوې.
په لیدنو کې د يادو ولايتونو حکومتي چارواکو له رسنيو او خبریالانو د ملاتړ تر څنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو د حل برخه کې به همکاري وکړي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.





