د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په اتو ولایتونو کې د حکومت او رسنيو د ګډو کمېټو غونډې جوړې کړې

c.jpg

3 سرطان 1404

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په خوست، سمنګان، لوګر، لغمان، نیمروز، غور، فاریاب او میدان وردک ولایتونو کې د رسنیو د ستونزو د حل او د ګډو کمېټو د پياوړتیا په موخه د حکومت او رسنيو د ګډو کمېټو غونډې جوړې کړې.


په دغو ناستو کې، د سمنګان مرستيال والي، په يادو ولايتونو کې د اطلاعاتو او کولتور رياستونو مسوولینو، د يو شمېر سیمه ييزو ادارو ویاندويانو، ځايي خبریالانو او د رسنيو مسوولینو او په زونونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوولینو او ولایتي استازو برخه اخېستې وه.


د دغو غونډو پرمهال، د رسنیو او خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبریالانو خوندیتوب، د رسنيو خپرنيزې او اقتصادي ستونزو، د برېښنا لوړ لګښت، خبریالانو ته د ښوونيزو پروګرامونو برابرولو، د ویاندويانو ټاکلو او د رسنيو او حکومت ترمنځ د اړیکو د رامنځته کولو په تړاو خبرې اترې وشوې.


په دغو ولايتونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په وړانديز د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د حال او د رسنیو او حکومت ترمنځ د ښو کاري اړيکو د رامنځته کېدو په موخه د حکومت او رسنيو ګډې کمېټې جوړې شوي دي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.