د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په بامیان، پنجشېر، نورستان، پکتیا، فراه، نیمروز، سمنګان او لغمان ولايتونو کې کره او پر وخت اطلاعاتو ته د خبريالانو د لاسرسي په موخه د سيمه ييزو ادارو له وياندويانو سره وکتل.
د عدالت غوښتنې دغو غونډو کې د بامیان، لغمان، پنجشېر او سمنګان ولایتونو ویاندویانو، د د پکتیا پوهتون، نورستان پوهنتون، د فراه د عدلیې ریاست، د نورستان د استخباراتو ریاست د نشراتو مدیرانو او د نیمروز او پکتیا د امنیه قوماندانيو وياندویانو برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې، اطلاعاتو ته د لاسرسي پر ارزښت او د اطلاعاتو اړوند مفاهمو په تړاو خبرې وشوې او د حکومت له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي د زمينو برابرولو باندې ټينګار وشو.
د يادو لیدنو پرمهال حکومتي چارواکو ژمنه وکړه چې له رسنيو او خبریالانو سره به همکار وي او خبریالانو ته به د هغوی د اړتیا وړ اطلاعات پر وخت ورکوي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.







