د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې له باختر پوهنتون سره د خبریالانو د اکاډمیک ظرفیت او مسلکي خوندیتوب د لوړولو ارزښت او د رسنیو د فعالیت په پیاوړتیا کې د زده کړې کلیدي رول په پوهیدو سره د زده کړې، څیړنې او د خبریالانو او ژورنالیزم زده کونکو د ظرفیت لوړولو په برخو کې د ګډې همکارۍ لپاره یو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د لاسلیک شوي تفاهم لیک پر بنسټ، باختر پوهنتون هوکړه کړې چې د خبریالانو او رسنیو کارمندانو د دوامداره زده کړې ملاتړ وکړي او خبریالانو خوندیتوب کمېټې لخوا ورمعرفي کېدونکي رسنیز کوونکو ته د همدې تحصيلي بنسټ د ژونالېزم په پوهنځي کې به ورته تر ۸۰ سلنه تخفیف سره د زده کړو زمینه برابره کړي.
د دغه هوکړه لیک له پر بنسټ چې د خبریالانو د زده کړو او مهارتونو د کچې لوړولو او د ژورنالېزم پوهنځي زده کوونکو ته د عملي زده کړو د فرصتونو د برابرولو په موخه لاسلیک شو، دواړو خواوو د ورکشاپونو او تعلیمي پروګرامونو د جوړولو، د انټرشیپ فرصتونو د همکارۍ او اسانتیا، په تعلیمي پروګرامونو کې د همکارۍ لپاره د استادانو او متخصصینو معرفي کولو، د پوهنتون علمي او ډیجیټل سرچینو ته د معرفي شویو خبریالانو د لاسرسي اسانتیا او نورو چارو کې د همکارۍ ژمنې وکړې.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مشر عبدالقدیم ویاړ د هوکړه لیک د لاسلیک لپاره په جوړه شوې غونډه کې وویل چې د مسلکي پوهې ترلاسه کول د رسنیو د کار یو له اصلي اړتیاوو څخه دی او دا تفاهم لیک کولی شي په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
همدارنګه، د باختر پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي رییس محمد حنیف فرزان په دې غونډه کې وویل چې د رسنیو د پوهې د زده کړې په برخه کې ډېرې نیمګړتیاوې شتون لري او د دې تفاهم لیک د مادو لاسلیک کول او پلي کول د دې ستونزو د حل لپاره مهم دي.
دا هوکړه لیک، چې اته مادې لري، د لاسلیک له نیټې څخه د یو کال لپاره د تطبیق وړ دی او د دواړو خواوو د لیکلي موافقې له مخې تمدید کیدی شي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په دوامداره توګه په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو د کارمندانو د ظرفیت لوړولو او مهارتونو لوړولو لپاره کار کوي.


