د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په ننګرهار، بلخ، لغمان، سمنګان، پروان، بغلان، زابل، لوګر، ارزګان، هلمند، نورستان، بدخشان او جوزجان ولایتونو کې د ۱۸ ځايي رسنيو له مسوولنيو او خبریالانو سره د رسنيو د وضعيت، فرصتونو او ستونزو په تړاو ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زونونو مسوولینو، ولايتي استازو، د هلمند ملي راډيو تلویزيون مسوول، د پيوستون راډيو تلویزیون مسوول، د رستم نوین، مهال اتحادو مقدس، حریم زن، پارون غږ، کلید، دل ها، درمان، دنیای نوین، کاوون غږ، ښکلا، صفا، حقیقت غږ، الفت او ادیب راډيوګانو مسوولینو برخه اخېستې وه.
د دغو لیدنو پرمهال، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو او فرصتونو، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د رسنيو د وضعيت ښه والي په تړاو د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د فعالیتونو، د برېښنا لوړ لګښت، د خبریالانو خوندیتوب او د رسنيو د اقتصادي او نشراتي ستونزو په تړاو خبرې اترې وشوې.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.





