د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې د ۱۲ ولايتونو له حکومتي چارواکو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې

c.jpg

23 سرطان 1404

د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې له لوري په ننګرهار، کندز، غزني، فاریاب، لوګر، پکتیکا، بدخشان، کونړ، بغلان، نورستان، زابل او هلمند ولايتونو کې له ځايي چارواکو سره د رسنيو د ستونزو د حل په موخه د عدالت غوښتنې ناستې وکړې.


په دغو ناستو کې د ننګرهار، زابل، نورستان، بدخشان، پکتیکا، غزني او هلمند د اطلاعاتو او کولتور رياستونو مسوولینو، د لوګر او فاریاب د امربالمعروف او نهی عن المنکر رییسانو، د ننګرهار د مخابراتو، د پکتیکا د پوهنې، د کونړ اقتصاد، د پکتیکا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو، د بغلان د کانونو او پټرولیم، د فاریبا د شهیدانو او معلولینو او د فاریاب د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې رییسانو، د کمېټې د زونونو مسوولینو او په دغو ولايتونو کې د کمېټې استازو برخه اخېستې وه.


په دغو ناستو کې، په يادو ولايتونو کې د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د رسنيو نشراتي او اقتصادي ستونزو، د ویاندویانو ټاکلو او د خبريالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې اترې وشوې.


په لیدنو کې د يادو ولايتونو حکومتي چارواکو له رسنيو او خبریالانو د ملاتړ تر څنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو د حل برخه کې به همکاري وکړي.