د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري د غزني له والي عبدالصمد جاوېد سره په ناسته کې د خبریالانو او رسنيو د کار پر وړاندې پرتې ستونزې شریکې کړې.
په دغه ناسته کې د غزنې د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي حمید الله نثار، په مرکزي زون کې د افغان خبریالانو خونديتوب کمېټې مسوول ګلاب الدین امیري او د ځايي رسنيو خبریالانو او مسوولینو برخه اخېستې وه.
په دغه ناسته کې، په ياد ولايت کې د رسنيو او خبریالانو د ټولیز وضعيت، د رسنیو د صنفي جواز، د برېښنا لوړو لګښتونو او پر وخت او دقيقو اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي او له رسنيو او خبریالانو سره د حکومتي بنسټونو د همکارۍ په تړاو خبرې وشوې.
د غزني والي په دغه غونډه کې وويل چې رسنۍ دې خپل وړاندېزونه په لیکلي بڼه ولايت مقام ته وسپاري چې ورته د حل دایمي لارې ولټول شي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.


