د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې پلاوي د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس او د رسنیو مسوولینو سره ولیدل

WhatsApp Image 2025-07-19 at 15.43.42_923bc7be.jpg

2 اسد 1404

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د مرکزي دفتر يو پلاوي تخار ولایت ته د رسمي سفر پرمهال د دغه ولایت د اطلاعات او کلتور ريیس او په دغه ولايت کې د سیمه ييزو رسنيو له مسوولینو سره ولیدل.


په دغه ناسته کې، د تخار د اطلاعاتو او کلتور رييس ذبیح الله انصاري، د کمېټې د پروګرامونو مسوول حسیب فرارون، د کمېټې ولايتي همغږي کوونکي يوسف ظریفي، په تخار کې د کمېټې ولايتي استازي او د ځايي رسنيو خبریالانو او مسوولینو برخه اخېستې وه.


په دغه ناسته کې د خبریالانو او رسنیو د وضعيت د ښه والي په برخه کې د کمېټې د فعالیتونو د قدرونې ترڅنګ په دغه ولايت کې د رسنيو د مالي ستونزو، اطلاعاتو ته لاسرسي او د خبریالانو د ظرفیت لوړونې لپاره د ښوونیزو پروګرامونو جوړولو باندې خبرې وشوې.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.