د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په خوست، کندهار، سمنګان، لوګر، نیمروز، غور، کندز، نورستان، زابل او تخار ولایتونو کې د رسنیو د ستونزو د حل او د ګډو کمېټو د پياوړتیا په موخه د حکومت او رسنيو د ګډو کمېټو غونډې جوړې کړې
په دغو ناستو کې د خوست او سمنګان امنیه قوماندانانو، په يادو ولايتونو کې د اطلاعاتو او کولتور رياستونو مسوولینو، د يو شمېر سیمه ييزو ادارو ویاندويانو، ځايي خبریالانو او د رسنيو مسوولینو او په زونونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوولینو او ولایتي استازو برخه اخېستې وه.
د دغو غونډو پرمهال، د رسنیو او خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبریالانو خوندیتوب، د رسنيو خپرنيزې او اقتصادي ستونزو، د برېښنا لوړ لګښت، د ویاندويانو ټاکلو او د رسنيو او حکومت ترمنځ د اړیکو د رامنځته کولو په تړاو خبرې اترې وشوې.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.




