د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په خوست، لغمان، جوزجان، سمنګان، سرپل، ارزګان، نیمروز، غور، فراه، پکتیا او پکتیکا ولايتونو کې له ځايي حکومتي چارواکو سره د خبریالانو د ستونزو د حل په موخه د عدالت غوښتنې ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې د لغمان مرستيال والي، په یادو ولايتونو کې د مختلفو ادارو مسوولینو، په جنوب ختیځ زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول او د کمېټې ولايتي استازو برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې، په دغو ولايتونو کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو، د رسنيو د برېښنا لوړ لګښت، د سيمه ييزو رسنيو نشراتي ستونزو، د ویاندويانو ټاکلو، اطلاعاتو ته د لاسرسي پر اسانتياوو او د خبریالانو خوندیتوب په تړاو خبرې اترې وشوې.
د دغو ولایتونو مسوولینو د رسینو او خبریالانو د ملاتړ ترڅنګ وویل چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري کوي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.




