د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په ننګرهار، لغمان، پروان، بغلان، هلمند، نورستان، بدخشان، دایکندي، کونړ، غور، نیمروز او جوزجان ولایتونو کې د ۱۶ ځايي رسنيو له مسوولنيو او خبریالانو سره د رسنيو د وضعيت، فرصتونو او ستونزو په تړاو ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د ختيځ او لویدیځ زونونو مسوولینو، ولايتي استازو، د کونړ، نورستان او دایکندي د ملي راډيو تلویزیون مسوولینو، د یازده راډيو تلویزیون مسوولینو او د صدای کشم، صدای عدالت، تعلیم الاسلام، صدای دوست، شهر به شهر، سرایش، بدلون، حقیقت، دوست، اعزاز، چونغر او رغون راډيوګانو مسوولینو برخه اخېستې وه.
د دغو لیدنو پرمهال، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو او فرصتونو، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د رسنيو د وضعيت ښه والي په تړاو د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د فعالیتونو، د خبریالانو خوندیتوب او د رسنيو د اقتصادي او نشراتي ستونزو په تړاو خبرې اترې وشوې.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.




