خوندیتوب کمېټې په ۷ ولايتونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه د مختلفو ادارو ویاندویانو سره ولیدل

c.jpg

27 اسد 1404

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په پکتیا، جوزجان، فراه، نیمروز، پنجشیر، سرپل او لغمان ولايتونو کې کره او پر وخت اطلاعاتو ته د خبريالانو د لاسرسي په موخه د سيمه ييزو ادارو له وياندويانو سره  وکتل.


په دغو ناستو کې، اطلاعاتو ته د لاسرسي پر ارزښت او د اطلاعاتو اړوند مفاهمو په تړاو خبرې وشوې او د حکومت له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي د زمينو برابرولو باندې ټينګار وشو.


د يادو لیدنو پرمهال حکومتي چارواکو ژمنه وکړه چې له رسنيو او خبریالانو سره به همکار وي او خبریالانو ته به د هغوی د اړتیا وړ اطلاعات پر وخت ورکوي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.