د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، په کندز ولايت کې له سینا واعظ روغتون سره، ښو روغتيايي خدمتونو ته د خبریالانو او رسنيزو کار کوونکو د لاسرسي، روغتیايي روزنو او روغتيايي پوهاوي په موخه هوکړه لیک لاسلیک کړ.
دا هوکړه لیک، په شمال ختیځ زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د مسوول، د سینا واعظ روغتون د رییس، د حکومتي مسوولینو او د سیمه ييزو رسنيو د خبریالانو په شتون کې لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک له مخې، د سینا واعظ روغتون هوکړه وکړه چې خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو ته به د ډاکټرانو په فیس، د بستر ناروغانو، عملیاتونو، لابراتواري معایناتو او نورو برخو کې ځانګړی تخفیف رامنځته کوي.
د دغه هوکړه لیک له مخې دواړه غاړې ژمنې شوې چې خبریالانو ته د ښو روغتيايي خدماتو وړاندې کولو، روغتيايي عامه پوهاوی ورکول او د رسنیزو خپرونو ته د متخصصو ډاکټرانو معرفي کولو برخه کې همکاري کوي.
دا هوکړه لیک اووه مادې لري او د لاسلیک له نېټې څخه د يوه کال پورې د تطبیق وړ دی چې د دواړو خواوو په هوکړې سره تمدیدیلی شي.



