د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې، په لوګر، کاپيسا، نيمروز، زابل، بغلان، هلمند، سمنګان، سرپل، لغمان، اروزګان، پنجشير او فارياب ولايتونو کې د خبريالانو پر وړاندې د شته ننګونو د له منځه وړلو او د رسنيو او دولتي چارواکو د ګډې کمېټې د کار د پياوړتيا په موخه کاري غونډې پيل کړې.
په دې غونډو کې د لوګر والي، د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو چارواکو، د یو شمېر سیمه ییزو ادارو استازو او ویاندانو، د یادو ولایتونو خبریالانو او د سیمه ییزو رسنیو مدیرانو او د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولایتي استازو ګډون کړی وو.
په دې غونډو کې، د خبریالانو د کار پر وړاندې د ننګونو د حل، د خبریالانو خوندیتوب، د رسنیو د اقتصادي او خپرونو ستونزې، د ویاندانو ټاکلو، اطلاعاتو ته لاسرسي او د رسنیو او حکومت ترمنځ د ښو کاري اړیکو د رامنځته کولو په تړاو خبرې وشوې.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټه په دوامداره توګه د خبریالانو په کار کې د ننګونو د حل او د خبریالانو لپاره د خوندي کاري چاپیریال د برابرولو لپاره کار کوي.




