د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په تېره يوه میاشت کې په کندز، غزني، زابل، لغمان، جوزجان، سمنګان، سرپل، ارزګان، نیمروز، غور، فراه، پکتیا، پکتیکا، نورستان، کاپيسا، پنجشیر، بغلان، تخار، فاریاب او لوګر ولايتونو کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه د ۲۹ حکومتي ادارو له چارواکو سره د عدالت غوښتنې غونډې وکړې.
په دغو ناستو کې د زابل د والي مرستيال، په يادو ولايتونو کې د مختلفو ادارو مسوولینو، په لویديځ، شمال شرق او مرکز زونونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زون مسوولینو او ولايتي همکارانو برخه اخېستې وه.
په دې لیدنو کې، په دې ولایتونو کې د رسنيو پر وړاندې د ننګونو د حل، د رسنیو لپاره د بریښنا لوړ لګښت، د سیمه ییزو رسنیو د نشراتي ستونزو، د ویاندانو ټاکلو، اطلاعاتو ته د ښه لاسرسي او د خبریالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې وشوې.
په یادو ولايتونو کې چارواکو د رسنيو او خبریالانو څخه د ملاتړ ترڅنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري وکړي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.





