د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د رسنيو ستونزې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیر مولوي حمد الله نعماني سره شریکې کړې.
په دغه ناسته کې په هېواد کې د رسنيو پر ټولیز وضعيت، د راډيوګانو د فریکونسۍ د جواز د تمدید او د دغې برخې د پاتې پيسو په برخه کې له رسنيو سره د همکارۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي پر لارو چارو خبرې وشوې.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر په دغه ناسته کې د رسنيو له ملاتړ سربېره وويل هڅه کوي چې د رسنيو د ستونزو په ځانګړي توګه د فریکونسۍ جواز د لوړ لګښت راکمولو کې همکاري وکړی.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.
