د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د لغمان له نوي والي قاري بختیار معاذ سره د خبریالانو ستونزې شریکې کړې.
په دغه ناسته کې د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي عبدالنور رسولي او دغه ولايت کې د سيمه ييزو رسنيو خبریالانو او مسوولينو هم برخه اخېستې وه.
ياده ناسته کې، په لغمان کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولايتي مسوول ميرویس خواخوږي په دغه ولايت کې د رسنيو او خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو پر شریکولو سربېره، د رسنيو ټوليز وضعيت په اړه خبرې وکړې او له خبریالانو او رسنيو سره يې د حکومتي ادارو پر همکارۍ ټينګار وکړ.
د لغمان نوي والي په خپلو خبرو کې د رسنيو د کار او فعالیت د ستاینې سربېره وويل چې سیمه يیزو ادارو مسوولین دې د خبریالانو او رسنيو د ستونزو حل برخه کې هڅه وکړي چې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.

