افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د رسنیو د پر وړاندې د ننګونو او کاري فرصتونو په اړه په کندهار، کندوز، بغلان، لغمان، اروزګان، پروان، هلمند، بدخشان، سرپل، غور، نیمروز، زابل، بامیانو، میدان وردګ، پکتیا او جوزجان ولایتونو کې د ۲۷ رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره ناستې وکړې.
په دې ناستو کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې د جنوب او شمال ختیځ زونونو مسوولینو، د کمېټې ولایتي استازو، په زابل، پروان او نیمروز کې د ملي راډیو تلویزیون مسوولینو، په بغلان کې د باختر آژانس مسوول، د پامیر او اورانوس تلویزیونونو مسوولینو او د احساس غږ، څراغ، زېور، پیغام، تجلا، حریم زن، بانوان، آزمون، ترکمن، شجاع، د سرپل غږ، انبیر، سوله ارمان، کهندژ، کندز، شمع، سرحد، فیروز کوه، اعزاز او ارغوان راډیوګانو مسوولینو ګډون درلود.
په دې ناستو کې د رسنیو د کار پر وړاندې په پرتو ننګونو او فرصتونو، اطلاعاتو ته په لاسرسي، د رسنیو د وضعیت د ښه والي په موخه د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په فعالیتونو، د خبریالانو په خوندیتوب او د رسنیو په اقتصادي او نشراتي ستونزو خبرې اترې وشوې.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو د ستونزو د هوارې او خبریالانو ته د خوندي چاپېریال د رامنځ ته کولو په برخه کې په دوامداره توګه هڅې کوي.





