د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، کره اطلاعاتو ته د پر وخت لاسرسي د اسانتیاوو په موخه په کندز، ننګرهار، کونړ، سرپل، تخار، بغلان، پکتیا، دایکندي، نورستان، لوګر او کاپيسا ولايتونو کې د بېلابېلو ادارو ویاندویانو سره ناستې وکړې
په دغو ناستو کې، په ختيځ او شمال ختیځ زونونو کې د کمېټې مسوولینو او ولايتي استازو، د کندز، ننګرهار، بغلان او لوګر د ولايت مقام ویاندویانو، د کونړ، نورستان او کاپيسا د استخباراتو ریاست ویاندويانو، د تخار د ښاروالۍ، د دایکندي د امنیه قوماندانۍ او د پکتیا د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست ویاندویانو برخه اخېستې وه.
په یادو غونډو کې، اطلاعاتو ته د لاسرسي پر ارزښت او اطلاعاتو اړوند موضوعاتو باندې خبرې وشوې او په دغو ولايتونو کې د حکومتي ادارو له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي د زمینو د پراختیا په تړاو خبرې وشوې.
په یادو غونډو کې ولايتي چارواکو ژمنه وکړه چې له رسنيو او خبریالانو سره به همکار وي او خبریالانو سره به د هغوی د اړتیا وړ اطلاعات پر وخت شریکوي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.




