افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د رسنیو له مسوولینو او استازو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

c.JPG

16 میزان 1404

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د یو شمېر رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره مشورتي او د همغږي ناسته ترسره کړه.


دا ناسته د رسنیو ترمنځ د لا ښې همغږي او د رسنیز کار پر وړاندې پرتو ننګونو ته د رسیدګي په موخه جوړه شوې وه.


په دې ناسته کې د طلوع نیوز، آریانا نیوز، شمشاد، پژواک، کلید او یو شمېر نورو رسنیو مسوولینو او خبریالانو او د افغانستان د آزادو خبریالانو اتحادیې او یو شمېر نورو رسنیزو بنسټونو مسوولینو ګډون کړی و.


په ناسته کې د خبریالانو او رسنیو د کار پر وړاندې پرتو ستونزو ته د رسیدګي او په هېواد کې د رسنیو د فعالیت د لا ښه والي په موخه د رسنیو او خبریالانو ترمنځ په ښې همغږۍ خبرې اترې وشوې.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو د ستونزو د هوارې او خبریالانو ته د خوندي چاپېریال د رامنځ ته کولو په برخه کې په دوامداره توګه هڅې کوي.