افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د اروښاد عبدالغفور عابد له کورنۍ سره خواخوږي وکړه او د ټپي شوي خبریال تواب ارمان پوښتنې ته ورغلل.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول جمیل وقار د وروستۍ پېښې چې په ترڅ کې يو خبریال شهيد، يو بل خبریال او د هغوی موټر چلوونکی ټپيان شول، د زیانمنو له کورنيو سره د خواخوږۍ په موخه پکتیا ته سفر وکړ.
په دغه سفر کې په جنوب ختيځ زون کې د کمېټې مسوول فاروق جان منګل او پکتیا کې د کمېټې استازي ساحل منګل د کمېټې د مسوول ملګرتیا کوله.
د شهید خبریال له کورنۍ سره په لیدنه کې د کمېټې مسوول د دغې غمجنې پېښې په اړه د غمرازۍ شریکولو تر څنګ وويل، چې عابد د افغانستان د رسنيز کور فعال غړی و او د نوموړي د لاسه ورکولو په پېښه سخت غمجن يوو.
نوموړي دغه راز د یادې پېښې له ټپيانو هم لیدنه وکړه او ویې ويل، چې افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د هغوی د لا ښې درملنې لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په هڅه کې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د شهید خبريال کورنۍ او د دغې پېښې د ټپيانو د درملنې لپاره په پام کې نیول شوې مالي مرسته د کمېټې د مشر له لوري هغوی ته وسپارل شوه.
