افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د برېښنا شرکت له عمومي رئیس سره وکتل

c.jpg

30 میزان 1404

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د برېښنا شرکت له عمومي رئیس عبدالباري عمر سره د عدالت غوښتنې غونډه وکړه.


په یاده ناسته کې د رسنیو لپاره د برېښنا د لګښت کمولو او پخوانيو لګښتونو د ورکړې برخه کې د رسنيو د ستونزو د حل په اړه خبرې اترې وشوې.


د افغان خبریالانو خوندیتو کمېټې مسوول جمیل وقار په دغه ناسته کې په هېواد کې د رسنيز فعالیت لپاره د لا ډېرو اسانتیاو برابرولو په اړه د ټينګار تر څنګ وويل، چې رسنۍ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نشي کولی، چې د برېښنا لوړ لګښت پرې کړي. هغه د برېښنا شرکت له رئیس نه وغوښتل، چې د رسنيو د برېښنا لګښت دې له سوداګریز څخه استوګنیز ډول ته واړوي تر څو رسنۍ وکړای شي لا ډېر کار وکړي.


د برېښنا شرکت عمومي رئیس عبدالباري عمر د اطلاعاتو رسولو برخه کې د رسنيو پر رول د ټينګار تر څنګ زیاته کړه، چې د دغې ستونزې د حل لپاره باید عملي او بنسټیزه لاره ولټول شي.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټه په دوامداره توګه د خبریالانو په کار کې د ننګونو د حل او د خبریالانو لپاره د خوندي کاري چاپیریال د برابرولو لپاره کار کوي.